ایکنا د الکفیل له قوله راپور راکړ،له عباسی مقدس آستان سره اړونده د قرآن کریم علمي ټولګې ،هغو زیارتوالو ته د خدمت رسونې لپاره د قرآنی موکبونو د جوړیدا خبر ورکړ، چې د عراق له مختلفو ولایتونو څخه د رسول الله بزرګوار د رحلنت د کلیزې په دستورو کې د ګډون لپاره په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام سپيڅلي حرم ته روان وو.
پر دغو موکبونو د څارنې مسئولیت هم له دغې تولګې سره داړونده نجف الاشرف د قرآن کریم موسیسې په غاړه دی.
په دغو قرآني سټالونو او موکبونو کې څلویښت قرآني معلمان د زیارتوالو خدمت کول په غاړه لري . د فاتحې سورې او د قرآن کریم دنورو واړو سورو د قرآئت سموالی ، د لمانځه د ذکرونو سمول او همداراز د ځینو قرآنی، دیني اومذهبی مفهومونو ذکرونه په دغو خدمتونو کې ترټولو مهم خدمتونه دي . زیارتوالو ته د عباسی مقدس آستان له خوا د تبرّک په توګه ډالۍ هم وړاندې شوې.
.